https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
دندې او کارپوه لټون
Solar Panel Installer
خپلچار لمريزو دړو سمبالګر (انسټالر)
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
د لېوال شرکت د انرژي څانګه ټول هېواد کې د لمريزو دړو خپلچارو سمبالګرو (انسټالرو) ته اړتيا لري چې هستوګنيزو او سوداګریزو ځايونو کې به لمريزې دړې سمبالول، ترمیم او ساتلو دندې د قرادادي په ډول ترسره کوي. سمبالګر کلیدي دندو کې د سایټونو ارزونه چې د لمريزې برېښنا د اړتيا ډاډګيرنه وکړي، د سیسټم کچه او د انرژي جوړول محاسبه کول، د لمريزو دړو چوکاټ سمبالول، د برېښنا د مزو يا تارونو زغلول او ستونزې حل کول، د برېښنا سیسټم چلولو او ساتنې په اړه بيپارانو ته روزنه ورکول دي.غوره نوماند به د لمریز سيستم د سمبالښت ٣-٥ کلنه تجربه ولري، اړونده اسناد او جوازونه بايد ولري، د ٢٥ کيلو وزن پورته کولو توان سره په چت کار کولاى شي، قوي تخنیکي او د ستونزو د حل وړتيا ولري، د بيپارانو سره د ښو اړيکو جوړولو او سيستم په اړه د سپيناوي مهارتونه ولري، د لاسي او بریښنا وسیلو په کارولو کې مهارت ولري، د بريښنا چارو د سمبالښت په اړه قوانين، تګلارې په پاملرنې سره پلي کړي. د خپلچار لمريزو دړو سمبالګر په ټول افغانستان کې پکار دي چې د تړون له مخې به د اړتيا سره کار کوي او د هستوګنۍ ځاي سره سره نژدي به د لمريزو سيتمونو د سمبالښت، ترميم او ساتنې دندې ورکول کېږي. خپل پروپايل جوړولو پر وخت تشريح برخه کې وليکئ چې ١ ، ٥ او ١٠کيلوواټه سيسټم چې ١٥٠ تر ٥٥٠ واټه لمريزو دړو او اړوند سامانونو سمبالولو ټولټال په څو افغانۍ کوئ. همدرانګه وليکئ چې سيستږ کې د ستونزې پروخت د ترميم چارې ورځې په څو افغانۍ ترسره کوئ.
Digital Marketing Internship
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
Liwal portal L.L.C is seeking an individual who would like to do an internship in digital marketing. Role: • Develop a digital marketing plan for social media and email • Conduct market research and competitor analysis to make informed marketing decisions • Support content in website and social media platforms • Communicate with cross-functional teams for an effective marketing campaign Qualifications: • Must be currently enrolled in a bachelor’s degree program in marketing, communications, or a related field • Must have strong written and verbal communication skills • Must have knowledge of digital marketing concepts such as email marketing and social media • Must have knowledge of digital marketing tools such as Google Analytics • Must have the ability to work independently and manage multiple tasks • Must have strong problem-solving skills If you want to gain experience in digital marketing, then this is the right choice for you, so click the "Apply Now" button to start your application and create a profile for yourself.
خپلواکچار بازارموندګرخپلواکچار بازارموندګرخپلواکچار بازارموندګر
خپلواکچار بازارموندګر
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
لېوال هټۍ غواړي چې جوړونکي، سنعتګر، عمده خرڅوونکي، هټيوال او لګښتوال يا مستهلک سره وتړي. جوړونکو او عمده خرڅوونکو سره لېوال هټۍ مرسته کوي چې خپل توکي لېوال هټۍ کې د خرڅلاو لپاره وړيا ليست کړي. هټيوال او لګښتوال کولاى شي ددې پرځاى چې خپله هټۍ بنده کړي، بازار او منډيانو ته د توکو د اخيستلو لپاره ولاړ شي. اخيستونکى کولاى شي د لېوال هټۍ له ويبځاى او پوستغالي يا اپ خپل کور، هټۍ يا دوکان کې ناست توکي په ارزانه د منډيي پرنرخ واخلي. لېوال هټۍ د توکو رسولو کې هم مرسته کوي. د پورتنۍ موخې لپاره هرځاى کې لېوال هټۍ خپلواکچار بازارموندګر يا بازارموندنې کسان غواړي چې په لاندې شرتونو به دنده په خپلواکچار ډول ترسره کوي: وړتيا: خپلواکچار بازارموندګر بايد د اړوند سيمې په ژبه او پښتو باندې وپوهېږي، ليکل لوستل وکړاى شي، په انټرنټ او واټساپ بايد وپوهيږي. هغوى ته لومړيتوب ورکول کېږي چې بازراموندې يا شتمنيزو چارو (اقتصاد) برخه کې زدکړې لري يا کوي، بهرنيو ژبو لکه عربي، انګرېزي، هندي، اردو، روسي او نورو باندې پوهېدل لاغوره دي. وسايلو اړتيا: انډرايډ ځيرک ټليپون ولري چې انټرنټ ورکې چارنده يا کار کوي، سيمکارټ د لېوال هټۍ لخوا ورکول کېږي. دنده او چارې ترسره کول بازارموندګر بازار ته ځي، هټيوالو ته د لېوال هټۍ ويبځاى پخپل ګرځنده کې راولي، کس بايد مالوم کړي چې عمده،، پرچون او که لګښتوال دى بيا لاندې ډول خبرې ورسره کوي: عمده کس يا هستي ته وايي لېوال هټۍ ستاسې توکي پخپل ويبځاى کې وړيا ليست کوي، وړيا تاسې ته بازارموندنه کوي او ستاسې توکي تر اخيستونکو رسوي، که ګودام نه لرئ، ګودام هم درکوي، موږ سره وړيا حساب پرانيځئ، که غواړي حساب پرانيستل ورته پيل کوي. پرچونوال ته وايي تاسې لېوال هټۍ ويبځاى کې ارزانه شيان پيدا کولاى شئ، له دغه ځاى څخه يې اخيستلاى شي، لېوال هټۍ سامان رسولو کې هم مرسته کوي نو اړ نه ياست چې دوکان مو بند کړى بازار يا منډيي ته د سودا لپاره لاړ شئ. لګښتوال لکه کور څښتن، هوټل يا بل ته وايي تاسې د لېوال هټۍ له ويبځاى څخه ارزانه شيان د عمده بازار په بيه ترلاسه کولاى شئ، لېوال هټۍ سامان رسولو کې هم مرسته کوي. خپلواکچار بازارموندګر د ګټېونډې يا کميشن پر بنسټ کار کوي چې لاندې امتيازات به ولري ١- يوه اونۍ د بازارموندې برخه کې روزنې، انټرنټ ډېټا، روزنې ځاى ته (کابل) ته د تګراتګ، اوسېدلو او خوراک لپاره دوه زره افغانۍ ورکول کېږي. د روزنې پاى کى د بريالتوب سره بريليک ورکول کېږي او بازار ته لېږل کېږي، يا پرته له لګښت ورکولو يوې اونۍ نورې لپاره روزنه ورکول کېږي. ٢-بريالي کس ته د بازارموندنې لپاره زر افغانۍ د کار پيل او د مياشتې پاى کې دوه زره افغانۍ د بازارموندنې لګښت ورکول کېږي چې ټولټال پنځه زره افغانۍ د پورتنيو لومړۍ او دويمې مادې لپاره ورکول کېږي. تر لومړۍ مياشت ورسته خپلواکچار بازارموندګر ته هېڅ ډول امتيازات نه ورکول کېږي او له تلپاتې ګټو څخه خپله ونډه اخلي. ٣- تلپاتې ګټې: بازارموندګر ته د هټۍ په ګټه کې له ٠٫٥ سلنې تر ٤٠سلنې د ګټېونډې يا کميشن په ډول ورکول کېږي چې د هټۍ په نرخونو او نورو شرتونو کې د ګډون پروخت يا تر هغه وروسته ورسره منل کېږي. ٤- که په لومړۍ مياشت کې اړوند بازارموندګر په خرڅلاو بريالى نشي دويمه مياشت کې د لومړۍ او دويمې مادې پنځه زره افغانۍ نه ورکول کېږي، خو بازارموندګر کولاى شي پخپل لګښت هڅه جاري وساتي، که خرڅلاو يې وکړ ګټېونډه اخلي. پورتنۍ ټولې دندې پخپل وخت او خپلې خوښې سره سمې په کور، بل کار ته د تګ پروخت يا خپل کټ کې ترسره کولاى شي، د دندې ترلسي لپاره لاندې غوښتنه وکړئ ټنۍ ووهئ.
چاروال.کوم استازى
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
استازي بايد په پښتو او انګريرى وپوهېږئ، پېژندمخينه، سوانخ يا رزومي جوړولوکې ماهر وي او غواړئ چې چاروال.کوم کې په اجرې سره له اسنادو پيژند مخينې يا سوانح جوړوي. همدارنګه کولاى شي چې دندو ته کسان وروپېژي او ګټېونډه يا کميشن واخلي.
کلينک ميلمپالهکلينک ميلمپاله
کلينيک ميلمپاله
دندې تمځاى: ديوان بيکی
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
دیوان بیګي کلینیک د مالوماتو څانګه کې یوې ښځینه کارکوونکې ته کلينيک کې د سهار له ۸ بجو د مازدیګر تر ۵ بجو پورې دندې ترسره کولو اړتیا لري. شرتونه د اقتساد پوهنځى يې لوستى وي مالوماتو څانګه کې دوه کاله کاري تجربه ولري، د پښتو، دري او انګرېزي ژبو بايد وپوهېږي. کمپیوټر سره پوره بلدتیا ولري، مکروسافټ اپيس کې بايدپوره بلدتيا ولري. عمر يي بايد د ١٨ کلونوکم نه وي. وړ کسان غوښتنليک لېږلو لپاره لاندې "غوښتنه وکړئ" تڼۍ کليک کړئ او سي وي يا پېژندمخينه مو پليکه جوړه کړئ.
عمومي داخلې متخصص ډاکتر
عمومي داخلې متخصص ډاکټر
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
دیوان بیګي کلینیک یو تن د عمومي داخلې متخصص ډاکټر ته د غرمې له ۲ بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې اړتیا لري. شرتونه د عمومي داخله ناروغيو متخصص وي. په عمومي داخله ناروغيو کې دوه کاله کاري تجربه ولري. په پښتو، دري او انګرېزي ژبو بايد وپوهېږي. کمپیوټر سره پوره بلدتیا ولري، مکروسافټ اپيس کې بايدپوره بلدتيا ولري. وړ کسان غوښتليک لېږلو لپاره لاندې "غوښتنه وکړئ" تڼۍ کليک کړئ او سي وي يا پېژندمخينه مو پليکه جوړه کړئ.
AccountantAccountant
محاسب
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
مياشتنۍ تنخا د تجربې او زدکړو پربنسټ تر شل ٢٠زره ډېره يوه مياشت ازمېښتي دوره جنسيت: تجربه کارو ښځينه محاسبانو ته لومړيتوب ورکول کېږي (که ښځينه محاسب متاهل وي او بچي نه لري مېړه او ښځې ته د هستوګنې او دواړو ته يوځاى د چاراو ځاى ورکولو واره هم شته) تکړه محاسب چې لږترلږه ٣ کاله په کاروباري چاپيريال کې د کتابي او لاسي محاسبې غوره مهارت او ژوره کاري تجربه ولري پکار دى. که د محاسبې پرکمپيوټري کوم پروګرام پوهېږي لا غوره دى. لاندې د محاسبې چارې به ترسره کوي: محاسبې چارې د ټولو حسابونو اسنادو چمتوکول او هغه په ورځني، مياشتني او کالني ډول پرمخوړل د کارکوونکو ورځنۍ تګراتګ سوبتياچه ساتل د ټرانسپورټي وسيلو تګراتګ، عملیات او ساتنه د تنخاوو ورکول. ټولې مالي دريځپاڼې ، اسناد جوړول او پرمخوړل د ګټې او زيانپاڼه جوړول بانکې دريځپاڼه جوړول او پرتله کول د حسابونو تولپاڼه تازه کول د نغدو او پورونو رسيدونه چمتو کول. د پوردراکړې/ پوردورکړې اسناد چمتو کول د شرکت پوردورکړې پسېڅار، څارنه او راټولو چارې ترسره کول. اخستغوښتنو برابرول، همدارنګه راوړلو، ګدام کولو او ورکولو ادره د اخيستنې، ګدام، څارل د توکو، پرزو او بشپړو پيداوارو مستند کول او ادره د ګدام اداره او راکړېورکړې بهيرمستند کول، برسي کول او ساتل. د شرکت د خرڅلاو چارو اسناد جوړل ترسره کول، د شرکت د ټولو تادياتو او اسنادو چمتوکول. د پيسو تاديه کولو د چکونو، بانکي لېږد، نغدي او کوچنى نغدي مستند کول، د رسيدونو سمبالول او د تنخا ورکول. زدکړې او روزنې چارټرد محاسب يا بيکام، په کاروباري چاپيريال کې د محاسبې، اداري، مالي اداره کولو تجربه ، درې کاله د کاروباري چاپيريال د مالي او اداري چارو تجربه بايد ولري. په موسيسو او خيريه چارو کې د محاسبې تجربه درلول به غواروي کې مرسته وکړي. پوهه او مهارتونه لارښودنې، ښوونې، روزنې او همغږى وړتياوې د همکارنو ترمنځ د غوره اود ښو اړيکو مهارت لرل د غوره پلان ، تګلارو جوړولو او ترتيب کولو مهارت لري د ادارې، کاروباري ادارې او مالي تګلارو پوهه د ګمارونو د تګلارو، د کړووړو او مالي چارو پوهه بايد په لاسي ډول يا کتابونو کې محاسب وړتيا ولري په کمپيوټر محاسبه به په غوراوي کې مرسته کوي ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٩٠څخه پورته نمرواخيستل ) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٣٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- د سوداګرۍ کتابي محاسبې تجربه درلودل٣٠ نمرې. ٣- پښتو، دري، انګرېزي ليک او لوست ٣٠ نمرې ٤-پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کس د محاسب په توګه وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
محاسبې برخه کې روزنيالنې (د کار پرسر زدکړې) کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د محاسبې اړوند زدکړې ولري لکه د اقتساد پوهنځي يا کوم د محاسبې کورس يې لوستى وي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د محاسبې د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم ډيجيټل د بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول خرڅلاو څخه د سلنې په ډول ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دا شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د محاسبې اړوند زدکړې ولري د غوښتنې پرمهال يې عمر بايد د ١٨-٢٥ کلونو وي، مجرد او د کوويډ ١٩وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کوويډ ١٩ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي). دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي). ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٩٠ څخه پورته نمرواخيستل ) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٣٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- اقتساد يا محسابې کورس زدکړې درلودل٣٠ نمرې. ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې ٦- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
مزدور کار
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
غیر مسلکی کاریګر چی په ساختمانی برخه کی او د کفټریا د ګارسون لپاره په کار دی
الکټرونکي سامانو ترميم او پرزهګر روزنيال
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
الکټرونکي سامانو ترميم او پرزهګر کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د برېښنا انجينري،تخنيکي او مسلکي زده کړو، برېښنا او الکټرونکي کورسونو، ورکشاپونوکې يې اړوند زدکړې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د کمپوټر، کرځند، مخابراتو او دپتري سامانو له ترميم او پرزه کولو تګلارو سره اشنا کېږي په اړه به يې عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د اړوند توکو ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو او ترميم د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د برېښنا انجينري،تخنيکي او مسلکي زده کړو، برېښنا او الکټرونکي کورسونو، ورکشاپونو اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- د برېښنا انجينري، برېښنا او الکټرونکي کورسونو، ورکشاپونوکې د کار يا اړوند برخو کې ذ کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- ترميم کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
کبپالنې کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د کرنې او وترنري اړوند زدکړې يې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د کبپالنې له نويو تګلارو سره اشنا کېږي، څېړنې به کوي او د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د کبپالنې اړوند ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٫٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د کرنې او مالپالنې يا مالدارى اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- کرنې او مالپالنې يا اړوند برخو کې کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- کبپالنې کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت ښاريکرنې او ښاريمالپالنې پرمختګ لاندې د کبپالنې د کاروبارونو، پيداوارو او اسانتياوو د پرمختګ لپاره کار کوي. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
مرخېړيکرنه کې  روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)مرخېړيکرنه کې  روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)مرخېړيکرنه کې  روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
مرخېړيکرنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
مرخېړيکرنه کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د کرنې او وترنري اړوند زدکړې يې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د مرخېړيکرنې له نويو تګلارو سره اشنا کېږي، څېړنې په کوي او د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د مرخېړيکرنې اړوند ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٫٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د کرنې او مالپالنې يا مالدارى اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- کرنې او مالپالنې يا اړوند برخو کې کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- مرخېړيکرنه کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت ښاريکرنې او ښاريمالپالنې پرمختګ لاندې د اوبکرنې د کاروبارونو، پيداوارو او اسانتياوو د پرمختګ لپاره کار کوي. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
چرګپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)چرګپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)چرګپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
چرګپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
چرګپالنې کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د کرنې او وترنري اړوند زدکړې يې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د اوبکرنې له نويو تګلارو سره اشنا کېږي، څېړنې په کوي او د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د چرګپالنې اړوند ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٫٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د کرنې او مالپالنې يا مالدارى اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- کرنې او مالپالنې يا اړوند برخو کې کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- چرګپالنې کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت ښاريکرنې او ښاريمالپالنې پرمختګ لاندې د چرګپالنې د کاروبارونو، پيداوارو او اسانتياوو د پرمختګ لپاره کار کوي. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
اوبکرنې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
اوبکرنې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
اوبکرنه کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د کرنې او وترنري اړوند زدکړې يې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د اوبکرنې له نويو تګلارو سره اشنا کېږي، څېړنې په کوي او د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د اوبکرنې اړوند ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٫٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د کرنې او مالپالنې يا مالدارى اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- کرنې او مالپالنې يا اړوند برخو کې کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- اوبکرنه کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت ښاريکرنې او ښاريمالپالنې پرمختګ لاندې د اوبکرنې د کاروبارونو، پيداوارو او اسانتياوو د پرمختګ لپاره کار کوي. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
خپلواکچار بازارموندنې ولايتي مرستيال
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
لېوال پليکه کلينيک، يوه ډيجيټل روغتيايي سپاچه (پليټپارم) ده، چې غواړي ناروغان، روغتونونه، روغتياپال، موندونکي لابراتوارونه او درملوال سره وتړي. ددي سترې ملي موخې لپاره په هر ولايت کې يو کس خپلواکچار بازارموندنې ولايتي مرستيال ته اړتيا لري چې په لاندې شرتونو به دنده په خپلواکچار ډول ترسره کوي: وړتيا: خپلواکچار بايد د پارمسي، ډاکټري يا اړوند نورو روغتيايي برخو زدکړيال يا بشپړيال (فارغ) وي او انټرنټ بايد وپوهيږي. وسايلو اړتيا: انډرايډ ځيرک ټليپون ولري چې انټرنټ ورکې چارنده وي، چاري چې ترسره کول او ګټه ١- ١٠ افغانۍ د هر روغتيا اړوند ليکنې، څېړنې او کتاب لپاره چې د لېوال پليکه کلينيک ويبځاى روغتيايي مالومات برخه کې واچول شي. ٢- ١٠افغانۍد هر ډاکټر، روغتون، درملتون،لابراتوار او درملو رساند په پروپايل جوړولو چې يو عکس، په پښتو کره نوم، لږترلږه ٢٥٠ کليمې مسلکي تشريح،‌ ټيليپون،واټساپ، برېښناليک، وېبځاى يې اچول شوي وي. او ١٠ افغانۍ نورې که پيسبک،‌لينکډن،‌ ټويټر، انسټاګرام او نور مالومات يې واچول شي. هم دارنګه له اړوند کس څخه له ١٠٠ تر ٥٠٠ افغانۍ د هغه د خوښې په ليکنه چې سيستم کې يې اچول غواړي غوښتلاى شي. ٣-په لومړيو٢٠ توکو اچولو، زر افغانۍ جايزه د انټرنټي کريډت ورکول. ٤- لېوال پليکه کلينيک ويبځاى کې د خپرولو لپاره په خبرتيا ترلاسي لس سلنه د خبرتيا له نرخ څخه ورکول. پورتنۍ ټولې دندې پخپل وخت او خپلې خوښې سره سمې په کور، بل کار ته د تګ پروخت يا خپل کټ کې ترسره کولاى شي، لاندي راجسټر
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٢م