د مستقبل نوین خصوصي مکتب کې له کارمندانو څخه مخکې وظيفې ته حاضریدل، د کارمندانواو استادانو ورځینۍ حاضري کنټرول کول، کنټرولر ته د اداري راپور کاپي چمتو کول، د فیسونو راجمع کول، د ترانسپورت شاګردانو ورځینۍ حاضري له کنټرولر څخه اخستل، اداري راپور را اخیستل او ټایپ کول، د فیسونو او نورو عوایدو ترڅنګ ورځیني مصارفو څخه مالي راپور چمتو کول، د کارمندانو له تګ و راتګ وخت څخه راپور چمتو کول، د شاګردانو څخه د استادانو شکایتونه اخیستل او راپور چمتو کول بیا د دې ټولو راپورونو راپور ریاست ته په هارډ و سافټ شکل وړاندې کول.
د سبا لپاره د هدایت تعقیب تر څنګ خپله ورځینۍ دنده ترسره کول.
د میاشتني مالي راپور ترڅنګ د استادانو و کارمندانو معاشات اجراکول