https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
خپلواکچار بازارموندنې ولايتي مرستيال
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
لېوال پليکه کلينيک، يوه ډيجيټل روغتيايي سپاچه (پليټپارم) ده، چې غواړي ناروغان، روغتونونه، روغتياپال، موندونکي لابراتوارونه او درملوال سره وتړي. ددي سترې ملي موخې لپاره په هر ولايت کې يو کس خپلواکچار بازارموندنې ولايتي مرستيال ته اړتيا لري چې په لاندې شرتونو به دنده په خپلواکچار ډول ترسره کوي: وړتيا: خپلواکچار بايد د پارمسي، ډاکټري يا اړوند نورو روغتيايي برخو زدکړيال يا بشپړيال (فارغ) وي او انټرنټ بايد وپوهيږي. وسايلو اړتيا: انډرايډ ځيرک ټليپون ولري چې انټرنټ ورکې چارنده وي، چاري چې ترسره کول او ګټه ١- ١٠ افغانۍ د هر روغتيا اړوند ليکنې، څېړنې او کتاب لپاره چې د لېوال پليکه کلينيک ويبځاى روغتيايي مالومات برخه کې واچول شي. ٢- ١٠افغانۍد هر ډاکټر، روغتون، درملتون،لابراتوار او درملو رساند په پروپايل جوړولو چې يو عکس، په پښتو کره نوم، لږترلږه ٢٥٠ کليمې مسلکي تشريح،‌ ټيليپون،واټساپ، برېښناليک، وېبځاى يې اچول شوي وي. او ١٠ افغانۍ نورې که پيسبک،‌لينکډن،‌ ټويټر، انسټاګرام او نور مالومات يې واچول شي. هم دارنګه له اړوند کس څخه له ١٠٠ تر ٥٠٠ افغانۍ د هغه د خوښې په ليکنه چې سيستم کې يې اچول غواړي غوښتلاى شي. ٣-په لومړيو٢٠ توکو اچولو، زر افغانۍ جايزه د انټرنټي کريډت ورکول. ٤- لېوال پليکه کلينيک ويبځاى کې د خپرولو لپاره په خبرتيا ترلاسي لس سلنه د خبرتيا له نرخ څخه ورکول. پورتنۍ ټولې دندې پخپل وخت او خپلې خوښې سره سمې په کور، بل کار ته د تګ پروخت يا خپل کټ کې ترسره کولاى شي، لاندي راجسټر
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٤م