https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
محاسبه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
محاسبې برخه کې روزنيالنې (د کار پرسر زدکړې) کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د محاسبې اړوند زدکړې ولري لکه د اقتساد پوهنځي يا کوم د محاسبې کورس يې لوستى وي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د محاسبې د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم ډيجيټل د بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول خرڅلاو څخه د سلنې په ډول ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دا شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د محاسبې اړوند زدکړې ولري د غوښتنې پرمهال يې عمر بايد د ١٨-٢٥ کلونو وي، مجرد او د کوويډ ١٩وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کوويډ ١٩ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي). دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي). ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٩٠ څخه پورته نمرواخيستل ) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٣٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- اقتساد يا محسابې کورس زدکړې درلودل٣٠ نمرې. ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې ٦- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٤م