https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
خپلواکچار بازارموندګرخپلواکچار بازارموندګرخپلواکچار بازارموندګر
خپلواکچار بازارموندګر
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
لېوال هټۍ غواړي چې جوړونکي، سنعتګر، عمده خرڅوونکي، هټيوال او لګښتوال يا مستهلک سره وتړي. جوړونکو او عمده خرڅوونکو سره لېوال هټۍ مرسته کوي چې خپل توکي لېوال هټۍ کې د خرڅلاو لپاره وړيا ليست کړي. هټيوال او لګښتوال کولاى شي ددې پرځاى چې خپله هټۍ بنده کړي، بازار او منډيانو ته د توکو د اخيستلو لپاره ولاړ شي. اخيستونکى کولاى شي د لېوال هټۍ له ويبځاى او پوستغالي يا اپ خپل کور، هټۍ يا دوکان کې ناست توکي په ارزانه د منډيي پرنرخ واخلي. لېوال هټۍ د توکو رسولو کې هم مرسته کوي. د پورتنۍ موخې لپاره هرځاى کې لېوال هټۍ خپلواکچار بازارموندګر يا بازارموندنې کسان غواړي چې په لاندې شرتونو به دنده په خپلواکچار ډول ترسره کوي: وړتيا: خپلواکچار بازارموندګر بايد د اړوند سيمې په ژبه او پښتو باندې وپوهېږي، ليکل لوستل وکړاى شي، په انټرنټ او واټساپ بايد وپوهيږي. هغوى ته لومړيتوب ورکول کېږي چې بازراموندې يا شتمنيزو چارو (اقتصاد) برخه کې زدکړې لري يا کوي، بهرنيو ژبو لکه عربي، انګرېزي، هندي، اردو، روسي او نورو باندې پوهېدل لاغوره دي. وسايلو اړتيا: انډرايډ ځيرک ټليپون ولري چې انټرنټ ورکې چارنده يا کار کوي، سيمکارټ د لېوال هټۍ لخوا ورکول کېږي. دنده او چارې ترسره کول بازارموندګر بازار ته ځي، هټيوالو ته د لېوال هټۍ ويبځاى پخپل ګرځنده کې راولي، کس بايد مالوم کړي چې عمده،، پرچون او که لګښتوال دى بيا لاندې ډول خبرې ورسره کوي: عمده کس يا هستي ته وايي لېوال هټۍ ستاسې توکي پخپل ويبځاى کې وړيا ليست کوي، وړيا تاسې ته بازارموندنه کوي او ستاسې توکي تر اخيستونکو رسوي، که ګودام نه لرئ، ګودام هم درکوي، موږ سره وړيا حساب پرانيځئ، که غواړي حساب پرانيستل ورته پيل کوي. پرچونوال ته وايي تاسې لېوال هټۍ ويبځاى کې ارزانه شيان پيدا کولاى شئ، له دغه ځاى څخه يې اخيستلاى شي، لېوال هټۍ سامان رسولو کې هم مرسته کوي نو اړ نه ياست چې دوکان مو بند کړى بازار يا منډيي ته د سودا لپاره لاړ شئ. لګښتوال لکه کور څښتن، هوټل يا بل ته وايي تاسې د لېوال هټۍ له ويبځاى څخه ارزانه شيان د عمده بازار په بيه ترلاسه کولاى شئ، لېوال هټۍ سامان رسولو کې هم مرسته کوي. خپلواکچار بازارموندګر د ګټېونډې يا کميشن پر بنسټ کار کوي چې لاندې امتيازات به ولري ١- يوه اونۍ د بازارموندې برخه کې روزنې، انټرنټ ډېټا، روزنې ځاى ته (کابل) ته د تګراتګ، اوسېدلو او خوراک لپاره دوه زره افغانۍ ورکول کېږي. د روزنې پاى کى د بريالتوب سره بريليک ورکول کېږي او بازار ته لېږل کېږي، يا پرته له لګښت ورکولو يوې اونۍ نورې لپاره روزنه ورکول کېږي. ٢-بريالي کس ته د بازارموندنې لپاره زر افغانۍ د کار پيل او د مياشتې پاى کې دوه زره افغانۍ د بازارموندنې لګښت ورکول کېږي چې ټولټال پنځه زره افغانۍ د پورتنيو لومړۍ او دويمې مادې لپاره ورکول کېږي. تر لومړۍ مياشت ورسته خپلواکچار بازارموندګر ته هېڅ ډول امتيازات نه ورکول کېږي او له تلپاتې ګټو څخه خپله ونډه اخلي. ٣- تلپاتې ګټې: بازارموندګر ته د هټۍ په ګټه کې له ٠٫٥ سلنې تر ٤٠سلنې د ګټېونډې يا کميشن په ډول ورکول کېږي چې د هټۍ په نرخونو او نورو شرتونو کې د ګډون پروخت يا تر هغه وروسته ورسره منل کېږي. ٤- که په لومړۍ مياشت کې اړوند بازارموندګر په خرڅلاو بريالى نشي دويمه مياشت کې د لومړۍ او دويمې مادې پنځه زره افغانۍ نه ورکول کېږي، خو بازارموندګر کولاى شي پخپل لګښت هڅه جاري وساتي، که خرڅلاو يې وکړ ګټېونډه اخلي. پورتنۍ ټولې دندې پخپل وخت او خپلې خوښې سره سمې په کور، بل کار ته د تګ پروخت يا خپل کټ کې ترسره کولاى شي، د دندې ترلسي لپاره لاندې غوښتنه وکړئ ټنۍ ووهئ.
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٢م