https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
AccountantAccountant
محاسب
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
مياشتنۍ تنخا د تجربې او زدکړو پربنسټ تر شل ٢٠زره ډېره يوه مياشت ازمېښتي دوره جنسيت: تجربه کارو ښځينه محاسبانو ته لومړيتوب ورکول کېږي (که ښځينه محاسب متاهل وي او بچي نه لري مېړه او ښځې ته د هستوګنې او دواړو ته يوځاى د چاراو ځاى ورکولو واره هم شته) تکړه محاسب چې لږترلږه ٣ کاله په کاروباري چاپيريال کې د کتابي او لاسي محاسبې غوره مهارت او ژوره کاري تجربه ولري پکار دى. که د محاسبې پرکمپيوټري کوم پروګرام پوهېږي لا غوره دى. لاندې د محاسبې چارې به ترسره کوي: محاسبې چارې د ټولو حسابونو اسنادو چمتوکول او هغه په ورځني، مياشتني او کالني ډول پرمخوړل د کارکوونکو ورځنۍ تګراتګ سوبتياچه ساتل د ټرانسپورټي وسيلو تګراتګ، عملیات او ساتنه د تنخاوو ورکول. ټولې مالي دريځپاڼې ، اسناد جوړول او پرمخوړل د ګټې او زيانپاڼه جوړول بانکې دريځپاڼه جوړول او پرتله کول د حسابونو تولپاڼه تازه کول د نغدو او پورونو رسيدونه چمتو کول. د پوردراکړې/ پوردورکړې اسناد چمتو کول د شرکت پوردورکړې پسېڅار، څارنه او راټولو چارې ترسره کول. اخستغوښتنو برابرول، همدارنګه راوړلو، ګدام کولو او ورکولو ادره د اخيستنې، ګدام، څارل د توکو، پرزو او بشپړو پيداوارو مستند کول او ادره د ګدام اداره او راکړېورکړې بهيرمستند کول، برسي کول او ساتل. د شرکت د خرڅلاو چارو اسناد جوړل ترسره کول، د شرکت د ټولو تادياتو او اسنادو چمتوکول. د پيسو تاديه کولو د چکونو، بانکي لېږد، نغدي او کوچنى نغدي مستند کول، د رسيدونو سمبالول او د تنخا ورکول. زدکړې او روزنې چارټرد محاسب يا بيکام، په کاروباري چاپيريال کې د محاسبې، اداري، مالي اداره کولو تجربه ، درې کاله د کاروباري چاپيريال د مالي او اداري چارو تجربه بايد ولري. په موسيسو او خيريه چارو کې د محاسبې تجربه درلول به غواروي کې مرسته وکړي. پوهه او مهارتونه لارښودنې، ښوونې، روزنې او همغږى وړتياوې د همکارنو ترمنځ د غوره اود ښو اړيکو مهارت لرل د غوره پلان ، تګلارو جوړولو او ترتيب کولو مهارت لري د ادارې، کاروباري ادارې او مالي تګلارو پوهه د ګمارونو د تګلارو، د کړووړو او مالي چارو پوهه بايد په لاسي ډول يا کتابونو کې محاسب وړتيا ولري په کمپيوټر محاسبه به په غوراوي کې مرسته کوي ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٩٠څخه پورته نمرواخيستل ) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٣٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- د سوداګرۍ کتابي محاسبې تجربه درلودل٣٠ نمرې. ٣- پښتو، دري، انګرېزي ليک او لوست ٣٠ نمرې ٤-پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کس د محاسب په توګه وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٤م