https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
کبپالنه کې روزنيال (د کار پرسر زدکوونکى)
دندې تمځاى: کابل
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
کبپالنې کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د کرنې او وترنري اړوند زدکړې يې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د کبپالنې له نويو تګلارو سره اشنا کېږي، څېړنې به کوي او د ورځنيو چارو عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د کبپالنې اړوند ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٫٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د کرنې او مالپالنې يا مالدارى اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- کرنې او مالپالنې يا اړوند برخو کې کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- کبپالنې کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت ښاريکرنې او ښاريمالپالنې پرمختګ لاندې د کبپالنې د کاروبارونو، پيداوارو او اسانتياوو د پرمختګ لپاره کار کوي. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٤م