https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Solar Panel Installer
خپلچار لمريزو دړو سمبالګر (انسټالر)
امتيازات:
خبرووړ
دندی شرحه
د لېوال شرکت د انرژي څانګه ټول هېواد کې د لمريزو دړو خپلچارو سمبالګرو (انسټالرو) ته اړتيا لري چې هستوګنيزو او سوداګریزو ځايونو کې به لمريزې دړې سمبالول، ترمیم او ساتلو دندې د قرادادي په ډول ترسره کوي. سمبالګر کلیدي دندو کې د سایټونو ارزونه چې د لمريزې برېښنا د اړتيا ډاډګيرنه وکړي، د سیسټم کچه او د انرژي جوړول محاسبه کول، د لمريزو دړو چوکاټ سمبالول، د برېښنا د مزو يا تارونو زغلول او ستونزې حل کول، د برېښنا سیسټم چلولو او ساتنې په اړه بيپارانو ته روزنه ورکول دي.غوره نوماند به د لمریز سيستم د سمبالښت ٣-٥ کلنه تجربه ولري، اړونده اسناد او جوازونه بايد ولري، د ٢٥ کيلو وزن پورته کولو توان سره په چت کار کولاى شي، قوي تخنیکي او د ستونزو د حل وړتيا ولري، د بيپارانو سره د ښو اړيکو جوړولو او سيستم په اړه د سپيناوي مهارتونه ولري، د لاسي او بریښنا وسیلو په کارولو کې مهارت ولري، د بريښنا چارو د سمبالښت په اړه قوانين، تګلارې په پاملرنې سره پلي کړي. د خپلچار لمريزو دړو سمبالګر په ټول افغانستان کې پکار دي چې د تړون له مخې به د اړتيا سره کار کوي او د هستوګنۍ ځاي سره سره نژدي به د لمريزو سيتمونو د سمبالښت، ترميم او ساتنې دندې ورکول کېږي. خپل پروپايل جوړولو پر وخت تشريح برخه کې وليکئ چې ١ ، ٥ او ١٠کيلوواټه سيسټم چې ١٥٠ تر ٥٥٠ واټه لمريزو دړو او اړوند سامانونو سمبالولو ټولټال په څو افغانۍ کوئ. همدرانګه وليکئ چې سيستږ کې د ستونزې پروخت د ترميم چارې ورځې په څو افغانۍ ترسره کوئ.
هرکله
چاروال.کوم
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0.00
سپارنه
سپارنه  اوچتول  
لېږدول
سپارنې پته اړين دى
کارولو وړتيا
ټول حقوق له لېوال شرکت سره خوندي دي، کاپيحق ٢٠٢٥م