https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
الکټرونکي سامانو ترميم او پرزهګر روزنيال
Organization: Liwal Limited
Allowance & Benefits:
negotiable
Job description
الکټرونکي سامانو ترميم او پرزهګر کاري واره يا موقع د هغو کسانو لپاره ده چې د برېښنا انجينري،تخنيکي او مسلکي زده کړو، برېښنا او الکټرونکي کورسونو، ورکشاپونوکې يې اړوند زدکړې کړي وي يايې کوي. روزنيال به کاروباري چاپېريال کې د کمپوټر، کرځند، مخابراتو او دپتري سامانو له ترميم او پرزه کولو تګلارو سره اشنا کېږي په اړه به يې عملي زدکړه ترلاسه کوي او هم به د اړوند توکو ډيجيټل بازارموندې او خرڅلاو لارېچارې ورښودل کېږي. د هېواد په دغه ستونزمن وخت کې زموږ دغه وس رسي چې د روزنې پر مهال لومړۍ مياشت کې به په کابل کې خواړه او د هستوګنې ځای ورکول کېږي. هغوى چې پرته له کومې ستونزې دويمه مياشتې ته ولاړ شي او وکولاى شي پليکه خرڅلاو وکړي ځانګړې ډالۍ په ډول له خرڅلاو څخه ٠٥-٥ سلنه ورکول کېږي. همدارنګه دويمه مياشت کې کور ته د يوځل تګراتګ لپاره لګښت ورکول کېږي، خو په دې شرت چې کور کې د کويډ-١٩ ناروغي ونلري. برياليتوب سره د روزنې په درېيمه مياشت به د خرڅلاو او ترميم د سلنې پربنسټ د دندې وړانديز ورکول کېږي. شرتونه د برېښنا انجينري،تخنيکي او مسلکي زده کړو، برېښنا او الکټرونکي کورسونو، ورکشاپونو اړوند زده کړې ولري. د غوښتنې پر مهال يې عمر د ١٨-٢٥ کلونو وي. مجرد وي او د کورنا وبا د مخنيوي له امله وکولاى شي يوه مياشت روزنه کې پرته کور ته له تګ څخه تېره کړي. د کرونا ازمېښت څخه وروسته روزنې ته منل کېږي. دوه ژمن کسان ولري (د شرکت، هټۍ څښتن، دولت کارکوونکى، نامتو شخصيت، کلي ملک يا مخور کس يې ژمنه وکړي) دوه راپېژند کسان ولري (هغه کس چې پخوا يې دنده يا زدکړې ورسره کړې وي) ارزونې تګلاره (لږترلږه له ٨٠ څخه پورته نمرواخيستل) ١- پليکه پېژندمخينه او غوښتنليک بشپړول ٢٠ نمرې (دا چارې بشپړول اړينې دي، پرته له دې غوښتونکى نابريالى کېږي) ٢- د برېښنا انجينري، برېښنا او الکټرونکي کورسونو، ورکشاپونوکې د کار يا اړوند برخو کې ذ کورس يا زدکړې درلودل٢٠ نمرې. ٣- ترميم کې مخکينۍ تجربه ١٠ نمرې دي. - ٤- ځاى يا سرچينې لکه ځمکه، کور يا ځای چې داوبکرنې لپاره اړين دی (په اجاره يا ملګرتيا کېدای شي) ١٠ نمرې دي . ٣- ژمنو کسانو پروپايل بشپړول او اړوند اسناد پورته کول١٠ نمرې. ٤- راپېژندکسانو پروپايل جوړول او اسناد پورته کول ١٠ نمرې. ٥- پښتو، دري ، انګرېزي ليک او لوست ١٠ نمرې. ٥- پاکه مخينه چې په جګړو، ناندريو او ناخوالو کې ښکيل نه وي ١٠ نمرې. لېوال شرکت دا حق لري چې ددغې خبرتيا لمخې د خپلې خوښې سره وړ کسان روزنې لپاره وټاکي يا له ټاکلو تېر شي. د پروپايل جوړولو او غوښتليک لېږلو لپاره لاندې غوښتنه ولېږه تڼۍ کليک کړئ.
Welcome
Shopping
Description
Total

No item added
Subtotal
0
Shipping
Total
0
Working with
 - powered by - 
© Copyright 2024 Liwal Ltd, All rights reserved.